مطبوعاتي خبرپاڼه

Ago
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۳:۳۸
ago

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ  پر دوو کارکوونکو هر یو: ښاغلی څارنوال عبدالقدیر او ښاغلی کریم الله باندې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۵ سهار اووه بجې دندو ته د تګ پر مهال د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ بازار کې حمله شوې، چې یو کس شهید او بل ټپي شوی، چې اوسمهال روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي دا پېښه په کلکه غندي او د یادې ادارې په کارکونکو حمله په انسانیت او عدالت حمله ګڼي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي یو ځل بیا ټینګار کوي، چې ورته ناوړه پېښې به د قانون واکمنۍ او د عدالت د تأمین په برخه کې د لویې څارنوالۍ په کلکه او غښتلې اراده کې کوم بدلون رانه ولي. د لویې څارنوالۍ کارکوونکي په هر ډول شرایطو کې په قوي هوډ او ژمنه د درنو هېوادوالو خدمت ته چمتو دي.

د لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ورته شریعت او انسانیت خلاف پېښو د غندنې ترڅنګ د یادې پېښې د جدي څېړنې په موخه له امنیتي او کشفي ادارو سره په ګډه پلاوی ټاکلی، ترڅو د دغې قضیې عاملین وپېژني او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۸/۸/۱۶ د پنجشنبې ورځ له غرمې وروسته، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ مقام د دفتر ریاست یو کارکوونکی ښاغلی محمد ولید د محمد. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۶:۲۹
Background image

لویه څارنوالۍ کې د ۸۰ مسلکي بستونو ازموینه واخېستل شوه

دغې ازموینې ته له مرکز او ولایتونو څخه د ښځو په ګډون درې زره او ۱۱۲ کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې له دې شمېرې څخه دوه زره او ۳۰۳ کسان په شرایطو برابر او ویې کولای شو، په دغې ازموینه کې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۸:۲۹
Background image

لویې څارنوالۍ په وروستیو څو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۰ قضیې څېړلې دي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د خبریالانو او د بیان ازادۍ د ملاتړ په برخه کې د خپلو کړیو ژمنو پر بنسټ، په دې وروستیو څو کلونو کې د هېواد په کچه د خبریالانو پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS