ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام؛ ارزګان استیناف څارنوالۍ ۷۹ قضیو ته رسیدګي کړې ده

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۵ - ۱۵:۴۷
logo

د ارزګان استیناف څارنوالۍ رئیس عبدالمتین نورزي ملت ته د حکومت د حساب ورکولو غونډه کې چې د ۱۳۹۹ لمریز کال د سلواغې پر ۲۵ جوړ شوی و، وویل دغه ریاست په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۷۹ قضیو ته رسیدګي کړې ده.

دغه پروګرام د دغه ولایت د عسکرۍ او د کورنیو او بهرنیو جرمونو پر ضد د مبارزې څارنوالیو رئیسانو، د ولایتي شورا غړو، دیني علماوو، قومي مشرانو، د مدني ټولنو استازو او رسنیو په حضور کې وشو.

ښاغلي نورزي زیاته کړه، د دغو قضیو له ډلې ۴۶ ابتداییه محکمې ته لېږل شوې او د ۳۴ نورو قضیو محاکماتي پړاوونه بشپړ شوي او نهایي شوي دي. همدارنګه ۶ قضیې د الزام د دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ شوې، ۱۴ د محاکماتي دوران لاندې دي او ۱۰ قضیې د نوموړي ریاست تر کار لاندې دي.

د نوموړي په خبره دغو قضیو ته د رسیدګۍ له اړخه، ۶۷۸ زره او ۱۳۰ افغانۍ نقدي جریمه د دولت قطعي حساب ته لېږل شوې ده.

ښاغلي نورزي د بودیجې د مصرف په هکله وویل، چې دغه ریاست توانېدلی چې خپله ټوله عادي بودیجه مصرف کړي.

د ارزګان استیناف څارنوالۍ رئیس د مسلکي او اداري کارکوونکو د ظرفیت پر لوړاوي ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د دغه ریاست ځینې کارکوونکي د ظرفیت لوړاوي بېلابېلو لنډمهالو او اوږدمهالو پروګرامونه ته هم معرفي شوي دي.

د نوموړي په خبره دغه ریاست د قانون د تطبیق او د عدالت د تأمین په موخه د امنیتي، عدلي او قضایي او ځینو نورو ولایتي ادارو سره د همغږۍ او همکارۍ ناستې کړې دي.

د غونډې په پای کې د خبریالانو او ځينو ګډونوالو پوښتنو ته د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ مسؤولانو له خوا ځوابونه ورکړل شول