مولوي شمس الدین شریعتي د افغانستان د لوی څارنوال په توګه معرفي شو

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۱۶:۴۸
ago

مولوي شمس الدین شریعتي د افغانستان اسلامي امارت د لوی څارنوال په توګه د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۱۲ معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

ښاغلی شریعتي د افغانستان اسلامي امارت امیرالمومنین هیبت الله آخندزاده په حکم د لوی څارنوال په توګه ګومارل شوی دی.

د نوموړي د معرفۍ په غونډه کې د چارو ادارې عمومي رئیس احمد جان احمدي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله، د زراعت او ابو لګونې وزارت معین مولوي صدراعظم، د لویې څارنوالۍ مالي او اداري مرستیال مولوي شاه محمد شاهد، د دغې ادارې نظامي مرستیال مفتي شېرولي حقاني او د اسلامي امارت ګڼو نور چارواکو ګډون کړی و.

د معرفۍ د دې غونډې په پيل کې د لویې څارنوالۍ نظامي مرستیال شېرولي حقاني د لويې څارنوالۍ د مالي او اداري مرستیال مولوي شاه محمد شاهد له زحمتونو چې په دې موده کې د لويې څارنوالۍ د سرپرست په توګه هم دنده ترسره کوله، مننه وکړه. ښاغلي حقاني په دې موده کې د لويې څارنوالۍ د اجرااتو، ګومارنو، تشکیلات، مالي او تدارکاتي چارو په هکله لنډ معلومات ګډونوالو ته ورکړل. نوموړي د دغې ادارې ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چې له ټولو سره یوشان چلن کېږي او د تقوا، علمیت، اهلیت او وړتیا پر اساس به په دې اداره کې کسان وګومارل شي.

نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، چې له مراجعینو سره ښه چلن او د خپل مافوق اطاعت وکړي. همداراز يې له کارکوونکو او څارنوالانو وغوښتل، چې له مجرم یا تورن سره په چلن کې انساني کرامت ته پام وکړي.

په ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله په دې غونډه کې زیاته کړه، چې حکومتولي میراث نه دی او د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې خلکو ته د وړتیا، اهلیت او علمیت پر اساس مسؤولیتونه وسپاري. نوموړي د لویې څارنوالۍ له کارکوونکو وغوښتل، چې په همغږۍ شته ستونزې حل کړي.

بلخوا د چارو ادارې عمومي رئیس احمد جان احمدي د لوی څارنوال د ګومارنې د فرمان لوستلو تر څنګ وویل، چې لویه څارنوالي یوه اساسي او مهمه داره ده او د افغانستان اسلامي امارت ورته ځانګړې توجه لري. نوموړي د لویې څارنوالۍ کارکوونکو ته په اشارې سره وویل، چې ټول باید د قانون د حاکمیت په برخه کې اساسي او مهم رول ولوبوي تر څو په خپلو پښو ولاړ نظام ولرو.

په ورته وخت کې د افغانستان اسلامي امارت لوی څارنوال شمس الدین شریعتي وویل، چې د لویې څارنوالۍ اساسي دنده تحقیق او په محکمه کې د دعوا اقامه ده. د نوموړي په وینا، لویه څارنوالي قضايه قوې ته د قضیې د رسیدګۍ لاره برابروي او له دغې قوې سره په تفاهم به ستونزې په اساسي توګه حل شي.

نوموړي د لويې څارنوالۍ کارکوونکو ته ډاډ ورکړ، چې په اطمینان سره خپلو دنده ته ستانه او خلکو ته د خدمت جوګه شي.

ښاغلي شریعتي زیاته کړه: «لویه څارنوالي به د حقوقپوهانو په همکارۍ په یوې سالمې ادارې اړوو، چې اسلامي عدالت په یوشان پلی کړای شو.» هغوی له ټولو کسانو چې ملت ته د خدمت نیت لري، وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت د خدمت کولو زمینه ورته برابروي.

ښاغلي شریعتي یادونه وکړه، چې دا دنده یو امانت او مسؤولیت دی او هڅه به وکړي، چې په پوره رښتینولۍ ژمنې ادا کړي.

د هېواد لوی څارنوال زیاته کړه، چې دا اداره د مسلکي او اداري چارو ترسراوي لپاره ښځینه کارکوونکو ته هم اړتیا لري او په نژدې راتلونکي کې به مناسبو شرایطو ته په کتو د هغوی له ظرفیت او وړتیاوو څخه استفاده وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۱۶:۴۸
Background image

مولوي شمس الدین شریعتي د افغانستان د لوی څارنوال په توګه معرفي شو

مولوي شمس الدین شریعتي د افغانستان اسلامي امارت د لوی څارنوال په توګه د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې پر ۱۲ معرفي او په دنده یې پیل وکړ . . .

شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۴ - ۲۲:۴۸
Background image

الحاج مولوي شاه محمد شاهد د لویې څارنوالۍ د سرپرست په توګه معرفي شو

الحاج مولوي شاه محمد شاهد د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د ۵۷۵ ګڼې حکم پر اساس د لویې څارنوالۍ د سرپرست او د دغې ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه وګومارل شو . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۸:۷
Background image

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح‌الله کلیم په مشرۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر شلمه وشوه . . .

BACK TO NEWS