نورالله محسني د هرات استیناف څارنوالۍ د رئيس په توګه معرفي او په کار يې پیل وکړ

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۲:۳۳
ago

د حقوقو ماسټر نورالله محسني د غلام حسین زوی د لویې څارنوالۍ په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ د هرات استیناف څارنوالۍ د رئيس په توګه وګومارل شو.

د نوموړي د معرفۍ غونډه د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۶ وشوه، چې د هرات والي سید وحید قتالي، د لویې څارنوالۍ د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئيس محمد نواب احمدزي، د هرات ولایتي شورا غړو، د دولتي ادارو مسؤولانو او منتفذانو پکې ګډون کړی و.

ښاغلي احمدزي په دې غونډه کې وویل، د هرات استیناف څارنوالۍ اوسنی رئيس د لویې څارنوالۍ تکړه کادر دی او کافي مسلکي تجربه لري.

د بشري سرچینو د پراختیا عمومي رئیس د هرات استیناف څارنوالۍ د مخکیني رئيس د اجرااتو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې په دولتي ادارو کې تغییر او تبدیل یو اصل دی او له نېکه مرغه په لویه څارنوالي دا تغییرات د سمونونو راوستلو، کاري روڼتیا او د قانون د حاکمیت او د عدالت د تأمین په موخه کېږي.

ښاغلي احمدزي یادونه وکړه، چې د ښاغلي محسني په انتصاب سره د پخوانیو لاسته راوړنو تر څنګ له نوموړي څخه تر پخوا ډېر د قانون د یوشان تطبیق او د عدالت د تأمین تمه کېږي. نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي د هېوادوالو د حقونو او ازادیو د دفاع لپاره د قانون یوشان تطبیق او د عدالت تأمین ته ژمنتیا لري.

بلخوا د هرات والي په دغه ولایت کې د څارنوالۍ د اجرااتو ستاینه وکړه او د عدلي او قضايي ادارو ترمنځ يې پر لا همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي همداراز ژمنه وکړه، چې د قانون د تطبیق، عدالت د تأمین او له جرایمو سره د مبارزې په ډګر کې به د عدلي او قضايي بنسټونو تر څنګ ولاړ وي.

په ورته وخت کې د هرات استیناف څارنوالۍ نوي رئيس نورالله محسني د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لويې څارنوالۍ د رهبرۍ او د هېواد د جمهور رئیس د باور مننه وکړه او ژمنه يې وکړه، د هرات د کشفي او امنیتي بنسټونو او د دغه ولایت د اوسېدونکو په همکارۍ به په پوره صداقت د قانون د یوشان تطبیق او د عدالت د تأمین په برخه کې هڅه او هاند کوي.