په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ ۱۴۱۳۹ قضیې ثبت کړې او څېړلې دي

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱۰/۴ - ۱۴:۰
61

په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ د راپور له مخې، په ۱۳۹۷ مالي کال کې د هېواد په کچه څوارلس زره  و ۱۳۹ جنایي پېښې شوې، چې یو زره و ۶۹۴ یې جرمي او دوولس زره و ۴۴۵ نورې یې د بېلابېلو مواردو په اړه دي.

د یاد شوي راپور له مخې، د دغو قضیو له جملې څخه دوولس زره و ۳۴۰ قضیې د دعوې او اتهام نامې له ترتیب وروسته وروستۍ محکمې ته سپارل شوې.

دغه راپور ښیي، چې د یادو شویو قضیو له جملې څخه ۸۱۴ قضیې تر کار لاندې، ۳۵۷ اړونده مراجعو ته استول شوې او ۴۴۹ نورې د مناسبو دلایلو د نشتون له امله ساتل شوې دي.

په دغه راپور کې راغلي، چې ۵۱۴ قضیې د قتل، ۳۷۸ د ترافیکي پېښو، ۱۵۰ د غلا، ۷۴ د اخلاقي جرمونو، ۳۸ د نشه‌یي توکو او ۵۴۰ نورې یې د دوکې (فرېبکارۍ)، جعل او تزویر، رشوت، ناقانونه غوښتنو او اختلاس په اړه دي.

په دغه راپور کې د قضیو د راغلې شمېرې له مخې، له نغدي جرمي، اختلاس، نشه‌یي توکو او د ځینو نظامي کارکوونکو د معاش پنځوس سلنه چې په نغدي جریمه محکوم شوي،اته‌ویشت میلیونه و ۴۰۴ زره او ۳۰۵ افغانۍ او دوه زره و ۶۸۳ امریکایي ډالر په لاس راغلي او د دولت پر پرېکنده حساب مرکزي بانک ته استول شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۲:۳۷
Background image

له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان زندانیانو د انتقال کمېټې غړو ناسته وکړه

دا ناسته د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د سرپرست په مشرۍ ښاغلي مولوي شمس الدین شریعتي او د دغې کمېټې د نورو غړو په ګډون جوړه شوه . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۶:۳۱
Background image

د زندانیانو د انتقال کمېټې غړو ناسته وکړه

دا ناسته د ا.ا.ا د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رییس محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي په مشرۍ د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې پر ۲۷ د یاد ریاست د شهرنو په ودانۍ کې جوړه شوه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

له ایران څخه ۱۰۰ افغان بندیان افغانستان ته انتقال شول

د افغانستان اسلامي امارت او د ایران اسلامي جمهوري دولت ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې چې د بندیانو د انتقال او د هغوی د حقونو د ملاتړ په هکله ده، ۱۰۰ افغان بندیان افغانستان ته انتقال. . .

BACK TO NEWS