په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ ۵۵۴ قضیې څېړلې او ثبت کړې دي

Ago
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۵ - ۱۱:۳۶
ago

په عسکري چارو کې د لویې څارنوالۍ مرستیالۍ د راپور پر بنسټ،  د ۱۳۹۸ کال د وري په مياشت کې د هېواد په کچه ۵۵۴ جنایې پېښې شوې دي.

د یاد شوي راپور له مخې، ۲۰۳ قضیې د دعوې او اتهام نامې له ترتیب وروسته ابتدایي محکمې ته سپارل شوې، چې پر ۵۰ قضیو یې پرېکړه شوې، پر ۳۹ قضیو د استیناف محکمې پرېکړه کړې او ۱۵۳ نورې تر کار لاندې دي.

په دغه راپور کې راغلي دي، چې ۱۷ قضیې بېرته اړوند مراجعو ته استول شوې او ۵۰ قضیې د مناسبو دلایلو د نشتوالي له امله ساتل شوې دي.

دغه راپور ښيي، چې د یادو قضیو له جملې څخه ۱۲ قضیې د اشخاصو اړوند جرمونو، پنځه قضیې د اموالو اړوند جرمونو (د دوکې، جعل او تزویر، رشوت، ناقانونه غوښتنو او اختلاس) او څلور نورې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د جرمونو په اړه دي.

په یاد شوي راپور کې د قضیو د راغلي تعداد له مخې، د نغدي جرمې، اختلاس، نشه یي توکو او د ځینو نظامي کارکوونکو د معاش پنځوس سلنه؛ چې په نغدي جریمه محکوم شوي، دوه میلیونه و۷۹۱ زره او ۶۱۸ افغانۍ په لاس راغلې او د دولت په پرېکنده حساب مرکزي بانک ته استول شوې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۱:۰
Background image

د خوست او لغمان د استیناف څارنوالیو ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

د لویې څارنوالي د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د راپور پر بنسټ، د خوست او لغمان استیناف څارنوالیو د ودانۍ د جوړونې کارونه د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې سل سلنه بشپړ شوي دي. یاد راپور ښیي، چې د. . .

شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۶ - ۲۰:۳۶
Background image

په لویه څارنوالۍ کې اته ساختماني پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته چمتو دي

د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د راپور پر بنسټ،  روان کال د لویې څارنوالۍ په دارالامان ودانۍ کې آته ساختماني پروژې بشپړې شوې، چې ځينې یې ګټې اخېستنې ته هم سپارل شوې دي .. . .

شنبه ۱۳۹۸/۵/۲۶ - ۱۵:۵۳
Background image

لویه څارنوالۍ کې درې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

د لویې څارنوالۍ د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د راپور پر بنسټ،  روان کال په لویه څارنوالۍ کې درې پروژې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې . . .

BACK TO NEWS