په لوګر ولایت کې یو څارنوال شهید شو

superadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۴/۳ - ۱۷:۵۱
40

د لوګر ولایت د ابتداییه عسکري څارنوالۍ د تحقیق څارنوال ډګروال محمود درانی د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي پر دویمه د حکومت د مخالفانو له خوا په کمین کې شهید شو. په دې پېښه کې د لوګر ولایت د نظامي څارنوالۍ رئیس سلام خان ټپي شوی او موټر چلوونکی يې شهید شوی دی.

دا پېښه د لوګر ولایت په مرکز پل‌علم پورې تړلې سیمه کلنګار کې تر غرمې مخکې داسې مهال شوې، چې نوموړي کسان دندې ته پر لار وو.

لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي د دغې پېښې په تړاو په یوه پیغام کې خواشيني څرګنده کړې او د نوموړو شهادت يې د عدالت د تأمین په لاره کې قرباني بللې ده.

د هېواد لوی څارنوال همداراز ويلي: «څارنوالان غیر سیاسي کارکوونکي دي او په پوره استقلالیت او بې پرې توګه عدالت تأمینوي.» نوموړي د دغې پېښې د عاملانو د مجازاتولو په برخه کې د هر ډول هڅو ژمنه هم کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې په یاده شوې پېښه کې د نظامي څارنوالۍ رئيس روغتیايي حالت ښه ښودل شوی او ژر به خپله دنده پيل کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS