په لویه څارنوالۍ کې نوې ګومارنې ترسره شوې

Yama
چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۹ - ۲۱:۲۷
ago

د لویې څارنوالۍ عالي ادارې په وړاندیز او د افغانستان اسلامي جمهوری دولت عالی مقام (۲۲۹۸) ګڼه ۱۳۹۷/۱۰/۱۵ نېټې منظورۍ پر بنسټ په دغه اداره کې لاندې ګمارنې ترسره شوې دي:

۱. ښاغلی میراحمد فواد د میر شاه ولی زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په دویم رتبه بست کې د غزني ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

۲. ښاغلی سیف الله د عبدالحفیظ زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په فوق رتبه بست کې د بلخ ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

۳. ښاغلی رحیم الله د فیض محمد زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په اول رتبه بست کې د ښاغلي عیسی د محمد اکرم زوی په عوض، د هلمند ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

۴. ښاغلی عیسی د محمد اکرم زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په فوق رتبه بست کې د کندهار ولایت د استیناف څارنوالې د رییس په توګه

۵. ښاغلی نیازمحمد د بدل زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په اول رتبه بست کې د سمنګانو ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

۶. ښاغلی رامین د غلام حسن زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په اول رتبه بست کی د بغلان ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

۷. ښاغلی شمس الله جاوید د فقیر محمد زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په اول رتبه بست کې د پنجشیر ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

۸. ښاغلی محمد ولی د محمد هاشم زوی د حقوقو پوهنځي لیسانس په فوق رتبه بست کې د ننګرهار ولایت د استیناف څارنوالۍ د رییس په توګه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۶ - ۱۵:۳۰
Background image

یو تن له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستې په تور محاکمه شو

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ایستیناف محکمې یو کس له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور د ۱۳۹۷ کال د کب پر ۲۶ په علني ډول محاکمه کړ . . .

چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۲ - ۱۵:۱
Background image

درې کسان د اختلاس په تور محاکمه شول

دغه کسان د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د استیناف محکمې له خوا د اختلاس په تور، د ۱۳۹۷ کال د کب پر ۲۱ په علني ډول محاکمه شول . . .

چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۲ - ۱۱:۲۷
Background image

د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي مخنیوی د لویې څارنوالۍ کاري لومړیتوب دی

لوی څارنوال څارنپوه محمدفرید حمیدي د ښځو د نړیوالۍ ورځې په مناسبت په رابلل شوې غونډه کې وویل، چې له ښځو او ماشومانو سره د تاوتریخوالي مخنیوی د لویې څارنوالۍ له کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل. . .

BACK TO NEWS