کندوز استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۱۸۷ قضیې ثبت او رسیدګي ورته کړې ده

Hussain_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۳ - ۱۴:۵۲

د کندوز استیناف څارنوالۍ ریاست ۱۸۷ قضيې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ثبت او رسیدګي ورته کړې ده.

په دغو قضیو کې ۷ قضيې د قتل، ۳۸ قضیې د غلا، ۷ قضيې د اخلاقي جرایمو، ۲۵ د نشه يي توکو، ۷ قضيې د ترافیکي جرمونو، ۱۵ د اداري فساد، ۱۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړاوۍ او ۷۳ قضيې د نورو متفرقه جرمونو په تړاو دي.

له دې ډلې ۱۲۰ قضيې ابتداییه محکمې پرېکړې او ۳۰ قضيې هم استیناف محکمې پرېکړې په بر کې نیسي، د ۸ قضیو محاکماتي مراحل بشپړ شوي، ۸ قضيې د الزام د کافي دلایلو د نشتوالي له کبله حفظ او ۶۷ قضيې د دغه ریاست تر کار لاندې دي.

د دغو قضیو د رسیدګۍ په پایله کې ۷۸۸ ګرامه هیرویین، ۳ کیلوګرامه تریاک، ۲۹ کیلو او ۷۷۷ ګرامه چرس، ۲۰۴٫۴ لیتره الکولي مشروبات، ۶ میله کلانشینکوف، ۶ میله وسله او ۲ عرادې موټرې هم مصادره شوې دي.

همداراز ۳۸۲ زره او ۵۰ افغانۍ د نقدي جریمې په توګه د دولت خزانې ته تحویل شوې دي.