یو کس په ناقانونه توګه له هېواده بهر ته د پیسو د لېږد په تور په مجازاتو محکوم شو

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۴:۶

یو کس په ناقانونه توګه له هېواده بهر ته د پیسو د لېږد په تور په مجازاتو محکوم شو

اکبر کاظمي د غلام حسین زوی د بامیانو اوسېدونکی، له هېواده بهر په ناقانونه توګه د پيسو د لېږد په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د مرغومي پر ۲۳ د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا محاکمه شو.

د قضیې د موظف څارنوال د اتهامنامې پر بنیاد، اکبر کاظمي ایران اسلامي جمهوري هېواد ته د ۸۶ زره ۹۰۰ امریکايي ډالرو، ۱۰ زره او ۴۴۰ د اماراتو د درهمو، ۱۵۰ کاناډايي ډالرو، ۹ زره ۹۰۰ ایراني تومانو او ۱۹ زره افغانیو د ناقانونه لېږد په تور د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۵ د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د مسافرینو د ګمرک د عمومي مدیریت د موظفینو له خوا ونیول شو او ضبط شوې پیسې يې د پلاوي په حضور کې د افغانستان بانک خزانه دار ته تسلیم شوې. د قضيې موظف څارنوال د تحقیقاتو تر بشپړولو وروسته د قضايي ناستې له پلاوي څخه د پيسو د ناقانونه لېږد په تور تورن ته د جزا کوډ د ۵۰۵ مادې پر اساس د مجازاتو غوښتنه وکړه.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز اکبر کاظمي د پيسو د ناقانونه لېږد په تور د جزا کوډ د ۵۰۵ مادې پر اساس په اوو میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړ.

دغه قضايي پلاوي د ۸۶ زره ۹۰۰ امریکايي ډالرو، ۱۰ زره او ۴۴۰ د اماراتو د درهمو، ۱۵۰ کاناډايي ډالرو، ۹ زره ۹۰۰ ایراني تومانو او ۱۹ زره افغانیو د مصادرې حکم هم صادر کړ.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۶:۵
Background image

د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د نورو غړو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۵ وشوه. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۴:۲۹
Background image

د ۱۴۰۰ مالي کال په دوو ربعو کې د لويې څارنوالۍ د بودیجې د لګښت څرنګوالی وارزول شو

د لویې څارنوالۍ د داخلي بودیحې کمېټې د یوې ناستې په ترڅ کې د روان مالي کال لومړۍ او دویمه ربع اجراات، د بودیجې لګښت او د دغې ادارې تدارکاتي چارې وارزولې. دا ناسته د سرچینو او ادارې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۱۶:۴۰
Background image

د ا.ا.ج دولت لویې څارنوالۍ سرپرست د حقوقو د پراختیا د نړیوالې مؤسسې (IDLO) له عمومي رئيس سره ولیدل

د هېواد د لویې څارنوالۍ سرپرست ښاغلي ذبیح الله کلیم د حقوقو د پراختیا نړیوالې مؤسسې (IDLO) له عمومي رئیس سره د افغانستان د عدلي – قضايي سکتور د پياوړتیا په موخه عدلي – حقوقي خدمتونو ته. . .

BACK TO NEWS