د لویې څارنوالۍ عالي اداره

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالۍ، د هېواد د اساسي قانون د ۱۳۴مه مادې له مخې، د اجرائیه ځواک برخه ده او په خپلو کړنو کې خپلواکه او د قانون د احکامو تابع ده. د جرمونو څېړنه او په محکمه کې د تورن په وړاندې د دعوې اقامه، د دغې ادارې بنسټیزې دندې جوړوي. د افغانستان د ا سلامي جمهوري دولت د دلویې څارنوالۍ رهبري، ډاډ درکوي چې د هېواد د نافذه قوانینو په رعایت سره به د افغانستان د وګړو له حقونو او ازادیو څخه دفاع وکړي، چې له اسلامي ارزښتونو، حقونو او ازادیو، انساني کرامت او د وګړو بشري حقونو ته درناوی او ترې دفاع، د لویې څارنوالۍ یو له کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي. دا اداره د افغانستان د وګړو له حقونو څخه د دفاع په خاطر، ټولې قضایاوې په قاطعیت، استقلالیت او بشپړې بې پلوې او د عدالت او انصاف په رعایت سره څېړي او د اسنادو، شواهدو او مدارکو له مخې تصمیم نیسي.

د لوی څارنوال د مبارکۍ پیغام 

۱ میاشت 2 اونی مخکې

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ بنسټ د هېواد د اساسي قانون په ۱۳۴ ماده او د لویې څارنوالۍ د واک او تشکیل قانون په څلورمه ماده کې په واضح ډول څرګند شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ټولې دندې(د جرمونو عمومي څېړنه، د جزایي اقامې دعوا او په محکمو کې پر تورنو د همدې دعوا تعقیب، چې د هېواد د نافذه قوانینو په رعایتونې سره یې تر سره کوي، واضح شوي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي، د اسلامي ارزښتونو ساتنه، د افغانستان د خلکو فردي خپلواکي او د هغوی د حقونو ساتنه او په هېواد کې د قانون حاکمیت او د عدالت تأمین، خپل اساسي لومړیتوبونه ګڼي. یاده شوې اداره د جرمونو څېړنه او پر تورن د دعوا اقامه بې له قومي، ژبنيو، حزبي او سمتي مسائېلو په جدي او خپلواکه توګه څېړي او هېچا ته به اجازه ورنکړې، چې د یادې شوې ادارې په چارو کې لاسوهنه وکړي. د قضیو په څېړنه کې د لویې څارنوالۍ د اجرااتو معیار یوازې شته اسناد، مدارک او د قانون احکام بلل کیږي. دغې ادارې په دې وروستیو کلونو کې یاده شوې مسله هېوادوالو ته په عملي توګه ثابته کړې ده. نور ولولئ . . .

محمد فرید حمیدی
333

تازه خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۹ - ۱۵:۱۹
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۸/۸/۱۶ د پنجشنبې ورځ له غرمې وروسته، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ مقام د دفتر ریاست یو کارکوونکی ښاغلی محمد ولید د محمد. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۶:۲۹
Background image

لویه څارنوالۍ کې د ۸۰ مسلکي بستونو ازموینه واخېستل شوه

دغې ازموینې ته له مرکز او ولایتونو څخه د ښځو په ګډون درې زره او ۱۱۲ کسانو نوم لیکنه کړې وه، چې له دې شمېرې څخه دوه زره او ۳۰۳ کسان په شرایطو برابر او ویې کولای شو، په دغې ازموینه کې. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۸:۲۹
Background image

لویې څارنوالۍ په وروستیو څو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۰ قضیې څېړلې دي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د خبریالانو او د بیان ازادۍ د ملاتړ په برخه کې د خپلو کړیو ژمنو پر بنسټ، په دې وروستیو څو کلونو کې د هېواد په کچه د خبریالانو پر وړاندې د. . .

ولایتي خبرونهنور دلته

دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۸:۵۲

د هرات استیناف څارنوالۍ د یو ډاکتر له واکه د ناوړه ګټې اخېستنې قضیه محکمې ته واستوله

هرات استیناف څارنوالۍ د یاد ولایت د رضایي خیریه موسسې د استازي محمد ایوب د نیاز الله د زوی له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې قضیې پاڼې، د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ پر ۲۷ ترلاسه کړې او د څېړنو تر. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۸:۲۳

د غور استیناف څارنوالۍ د دریو کسانو په مظنونیت سره د یوې ښځې د وژنې قضیه محکمې ته واستوله

د غور ولایت لعل ولسوالۍ کورنو کلي کې د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۱۶ یوه ښځه ووژل شوه، چې قضیه یې د عدلي څېړنې په موخه د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۲۵ د غور استیناف څارنوالۍ ته ورسېده . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۱۴ - ۸:۴۷

د جوزجان ولایت له زندان څخه ۴ بندیان ازاد شول

دا بندیان د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخېستو د سلمې کلیزې په ویاړ د جمهوري ریاست د صادر شوي فرمان پر بنسټ، له بند څخه ازاد او د نهو نورو بندیانو د بند موده کمه شوه . . .

راپورونهنور دلته

چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۵ - ۹:۵۸
Background image

لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۴۱۶۵۸ قضیې څېړلې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۷ کال خپل د اجرااتو راپور د ۱۳۹۸ کال د غویي پر دویمه (ملت ته د حکومت د ځواب وېینې) په کنفرانس کې وړاندې کړ . . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د سلمې کلیزې په ویاړ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي پیغام

د لویې څارنوالۍ فعالیتونه د انځورونو له مخې

د اداري فساد پر ضد د لوی څارنوال پیغام

لوی څارنوال د عدالت، ښې حکومتولۍ او تلپاتې پرمختګ په کنفرانس کې