د لویې څارنوالۍ عالي اداره

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالۍ، د هېواد د اساسي قانون د ۱۳۴مه مادې له مخې، د اجرائیه ځواک برخه ده او په خپلو کړنو کې خپلواکه او د قانون د احکامو تابع ده. د جرمونو څېړنه او په محکمه کې د تورن په وړاندې د دعوې اقامه، د دغې ادارې بنسټیزې دندې جوړوي. د افغانستان د ا سلامي جمهوري دولت د دلویې څارنوالۍ رهبري، ډاډ درکوي چې د هېواد د نافذه قوانینو په رعایت سره به د افغانستان د وګړو له حقونو او ازادیو څخه دفاع وکړي، چې له اسلامي ارزښتونو، حقونو او ازادیو، انساني کرامت او د وګړو بشري حقونو ته درناوی او ترې دفاع، د لویې څارنوالۍ یو له کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي. دا اداره د افغانستان د وګړو له حقونو څخه د دفاع په خاطر، ټولې قضایاوې په قاطعیت، استقلالیت او بشپړې بې پلوې او د عدالت او انصاف په رعایت سره څېړي او د اسنادو، شواهدو او مدارکو له مخې تصمیم نیسي.

د لوی څارنوال د مبارکۍ پیغام 

 

 

 

د لوی څارنوال ژوندلیک

۱ میاشت مخکې

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ بنسټ د هېواد د اساسي قانون په ۱۳۴ ماده او د لویې څارنوالۍ د واک او تشکیل قانون په څلورمه ماده کې په واضح ډول څرګند شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ټولې دندې(د جرمونو عمومي څېړنه، د جزایي اقامې دعوا او په محکمو کې پر تورنو د همدې دعوا تعقیب، چې د هېواد د نافذه قوانینو په رعایتونې سره یې تر سره کوي، واضح شوي دي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي، د اسلامي ارزښتونو ساتنه، د افغانستان د خلکو فردي خپلواکي او د هغوی د حقونو ساتنه او په هېواد کې د قانون حاکمیت او د عدالت تأمین، خپل اساسي لومړیتوبونه ګڼي. یاده شوې اداره د جرمونو څېړنه او پر تورن د دعوا اقامه بې له قومي، ژبنيو، حزبي او سمتي مسائېلو په جدي او خپلواکه توګه څېړي او هېچا ته به اجازه ورنکړې، چې د یادې شوې ادارې په چارو کې لاسوهنه وکړي. د قضیو په څېړنه کې د لویې څارنوالۍ د اجرااتو معیار یوازې شته اسناد، مدارک او د قانون احکام بلل کیږي. دغې ادارې په دې وروستیو کلونو کې یاده شوې مسله هېوادوالو ته په عملي توګه ثابته کړې ده. نور ولولئ . . .

محمد فرید حمیدی
333

تازه خبرونهنور دلته

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

له اداري فساد سره د مبارزې مرستیالۍ څلور کارکوونکي د( JSSP) دفتر له خوا وستایل شول

په افغانستان کې د عدلي سکتور د ملاتړ پروګرام دفتر (JSSP) د قضیو د ثبت مدیریت څلور کارکوونکي او د اداري فساد د جرمونو پر څېړنه او تنفیذ د څار څارنوالۍ رئیس د قضیو د ثبت له سیسټم څخه د. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۵:۵۵
Background image

د ۲۷ کسانو په مظنونیت سره د نشه یي توکو ۲۱ قضیې محکمو ته واستول شوې

له نشه یي توکو سره د مبارزې د ځانګړې څارنوالۍ عمومي ریاست، د ۱۳۹۸ کال د وږې میاشتې په درېیمه اوونۍ کې د ۲۷ کسانو په مظنونیت سره د نشه یي توکو ۲۱ قضیې په لاس راوړې او څېړلې دي . . .

جمعه ۱۳۹۸/۶/۱۵ - ۱۱:۱۸
Background image

لویه څارنوالۍ کې له هېواد بهر مجرمینو د راستنولو اړوند د عدلي بنسټونو، کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ د همکارۍ ناسته وشوه

دا ناسته د کورنیو چارو وزارت د انټرپول څانګې، بهرنیو چارو وزارت او عدلیې وزارت د استازو په ګډون د ۱۳۹۸ کال د وږي پر ۱۴ د لویې څارنوالۍ د غونډو په تالار کې وشوه . . .

ولایتي خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۴ - ۱۴:۵۳

د بادغیس استیناف څارنوالۍ په تېرو نهو مېاشتو کې ۱۲۶ قضیې څېړلې دي

د یاد ولایت د استیناف څارنوالۍ ریاست د راپور پر بنسټ، دغه ریاست د ۱۳۹۸ مالي کال په درېیو ربعو کې ۱۲۶ جنایي قضیې ثبت کړې او څېړلي دي . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۱ - ۱۰:۳۷

بلخ کې د «محاکمې غوښتنې کمېټې» ناسته وشوه

په دغې ناسته کې چې د ولایتي شورا غړو، سیمه ییزو وکیلانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو ځينو استازو ګډون کړی و، د بلخ استیناف څارنوالۍ د رئیس څارنیار سیف الله پوپل په مشرۍ د ۱۳۹۸ کال د وږي. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۷ - ۱۶:۱۳

د اسلام دین او د افغانستان قوانین د بندیانو پر بیا اصلاح او روزنه ښکاره احکام ورکوي

د پروان استیناف څارنوالۍ رئیس څارونکي محمد شریف مهربان د جمهوري ریاست د ۱۵ ګڼې فرمان د تطبیق په پروګرام کې وویل، چې دا ریاست پر وخت سره د جمهوري ریاست د بخښنې او بند مودې کمونې د. . .

راپورونهنور دلته

چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۵ - ۹:۵۸
Background image

لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۴۱۶۵۸ قضیې څېړلې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۷ کال خپل د اجرااتو راپور د ۱۳۹۸ کال د غویي پر دویمه (ملت ته د حکومت د ځواب وېینې) په کنفرانس کې وړاندې کړ . . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د سلمې کلیزې په ویاړ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي پیغام

د لویې څارنوالۍ فعالیتونه د انځورونو له مخې

د اداري فساد پر ضد د لوی څارنوال پیغام

لوی څارنوال د عدالت، ښې حکومتولۍ او تلپاتې پرمختګ په کنفرانس کې