ولایتی خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۶ - ۱۱:۲۱

۳۴ تنه بندیان د څلورو ماشومانو په ګډون د لغمان له محبسه خوشې شول

دغه بندیان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د څلورمې ګڼې فرمان له مخې د ۱۳۹۸ کال د غوایي پر دیرشمه، له بنده خوشې او د ۱۳ تنو نورو د بند په موده کې کموالی راغې . . .

شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۱ - ۱۰:۵

د ننګرهار له محبس څخه ۱۲۰ تنه بندیان خوشی شول

دغه بندیان د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، د جمهوري ریاست د څلورمې ګڼې فرمان له مخې، چې د مجاهدینو د بریا د ۲۷مې کلیزې په مناسبت صادر شوی و، د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي پر ۱۱ له. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۲/۳ - ۱۰:۴۰

د وینې ټولولو کمپاین ترسره شو

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال د لارښونې سره سم د «د وطن سرتیریه! ستا وینه زموږ عزت دی» تر شعار لاندې د پکتیا، پکتیکا، خوست، کنړ او هلمند ولایتونو د استیناف څارنوالیو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۱/۱۸ - ۹:۳۶

د ننګرهار په محبس کې د دستار بندۍ مراسم ترسره شول

د ننګرهار محبس د نعمان بن ثابت مدرسې څخه ۹۰ کسان، چې ۵۰ یې ناظره او ۴۰ حافظان و فارغ او د دوی د دستاربندۍ مراسم د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۱ د ننګرهار په محبس کې ترسره شول . . .

چهارشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۲ - ۱۶:۱

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ په ۱۳۹۷ کال کې ۸۰۴ قضيې څېړلې دي

د ننګرهار د استیناف او د ملي امنیت څارنوالیو رئیسانو په یوې خبري غونډه کې وویل، دغې ادارې ته تېر کال ۱۵۱۸ قضيې رسېدلې، چې ۸۰۴ يې څېړل شوې او ۷۱۴ نورې يې تر کار لاندې دي . . .

یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۱۶ - ۱۵:۱

د خوست استیناف څارنوالۍ مسؤولان وستایل شول

د خوست استیناف څارنوالۍ مسؤولان د اړیکو ساحوي دفتر (TLO) کارکوونکو له خوا د ۱۳۹۷ کال د مرغومي پر لسمه وستایل شول. دا ستاینغونډه د خوست د اړیکو ساحوي دفتر (TLO) په مرسته د دغه ولایت د. . .

یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۹ - ۱۵:۳۴

د میدان وردک استیناف څارنوالۍ رئیس د کارکوونکو د ډاډمن امنیت د خوندیتوب په موخه د دغه ولایت له امنیه قوماندان سره غونډه وکړه

د میدان وردک استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار ګل احمد الکو د دغه ولایت له امنیه قوماندان ویس صمیمي سره د کارکوونکو د امنیت د خوندیتوب په موخه د ۱۳۹۷ کال مرغومي پر پنځمه د میدان وردک د. . .

یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۹ - ۱۳:۱۱

د میدان وردک د استیناف څارنوالۍ رئیس د دغه ولایت د ولایتي شورا او د مثبت فکر مدني ټولنې له لوري وستایل شو

د میدان وردک د استیناف څارنوالۍ رئیس څارنیار ګل احمد الکو د غوره مدیریت، سالمې رهبرۍ او ښو لاسته راوړنو له امله د یاد شوي ولایت د ولایتی شورا او مثبت فکر مدني ټولنې له خوا وستایل شو. د. . .

شنبه ۱۳۹۷/۸/۵ - ۳:۵۷

د خوست د استیناف څارنوال او مسلکي څارنوالانو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د خوست استیناف څارنوالۍ د رئیس رحیم الله رامح په مشرۍ د دغه ولایت له مسلکي او اداري څارنوالانو سره د همغږۍ غونډه د ۱۳۹۷ کال د تلې پر ۲۴ د دغې څارنوالۍ په ودانۍ کې وشوه. . . .