پیغامونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۶ - ۹:۱۰

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې نن شنبې ورځ، سهار ۸:۳۰ بجې د ۱۳۹۸/۸/۲۵، د دولت وسله والو مخالفینو، د کابل قرباغ ولسوالۍ سیاه سنګ کلي کې د کابل – پروان په عمومي سړک، د باګرام عدلي مرکز د محبس څارنوالانو هر یو ښاغلی روح الله ارزګاني، نجیب الله سهاک، مرتضی احمدي، فیروز عیاني او د یاد ریاست د اداري مدیر قیس پر موټر چې دندو ته روان و، برید کړی، چې له امله یې څارنوال فیروز عیاني په شهادت رسېدلی او پاتې نور ټپیان دي. ټپیان د کابل ولایت د ملي امنیت روغتون ته لېږدول شوي، چې له دې ډلې څارنوال نجیب الله سهاک د سخت ټپ له امله په روغتون کې ساه ورکوي . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۹:۱۹

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۸/۸/۲۰ د یکشنبې شپه، د خوست ولایت د علي شېر ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالۍ امریت څارنوال ښاغلی وطنیار او ورسره څلور پولیس د دندې د اجرا پر مهال د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا په شهادت رسېدلي دي . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۹:۰

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۸/۸/۱۶ د پنجشنبې ورځ له غرمې وروسته، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لویې څارنوالۍ مقام د دفتر ریاست یو کارکوونکی ښاغلی محمد ولید د محمد فرید زوی، د کابل ښار یوولسمه ناحیه کې د پنبه فروشۍ کوڅې ته مخامخ په عمومي سړک د نامعلومو کسانو د وسله وال برید له امله په شهادت رسېدلی دی . . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۸/۵ - ۹:۲۷

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۸/۸/۴ د شنبې ورځ له غرمې وروسته، د هلمند استیناف څارنوالۍ ریاست د ګرمسېر ولسوالۍ د ابتدایه څارنوالۍ د تحقیق څارنوال ښاغلی بهاالدین بها کور ته د تګ پر مهال د یوې تروریستي حملې له امله په شهادت رسېدلی دی . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۱۲:۳۸

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۷/۷/۲۹ دوشنبې ورځ  له غرمې وروسته ۴:۳۰ بجې، د غزني استیناف څارنوالۍ ریاست د تحقیق عمومي څارنوالۍ اجرائیه مدیر ښاغلی مجتبی حنیفي کور ته د تګ پر مهال د یوې تروریستي حملې له امله په شهادت رسېدلی دی . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۱۰:۳

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د ۱۳۹۸/۷/۱۲ د یکشنبې ورځ د غرمې وروسته د غور استیناف څارنوالۍ ریاست ښاري ابتدایه څارنوال ښاغلی څارنیار عبدالمومین نصرت له خپل ورور ښاغلي عبدالغني سره یو ځای کور ته د تګ پر مهال، فېروز کوه ښار ته په ۱۵ کیلو مترۍ کې د تروریستي حملې له امله په شهادت رسېدلي او له دوی سره دوه نور کسان هم په یاده پېښه کې ټپیان شوي دي . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱ - ۱۵:۵۲

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د تسلیت پيغام

په ډېره خواشینۍ سره خبر شوو، چې د کورني او بهرني امنیت د جرمونو  پر وړاندې د قضايي تعقیب څارنوال مرحوم حکمت الله پرون  د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۳۱ په نیمروز کې په شهادت رسېدلی دی . . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۷ - ۱۵:۴

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د رهبرۍ د تسلیت پيغام

په ډېره خواشینۍ سره خبر شوو، چې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د ځانګړې څارنوالۍ  پر دوو کارکوونکو هر یو: ښاغلی څارنوال عبدالقدیر او ښاغلی کریم الله باندې نن د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ ۱۵ سهار اووه بجې دندو ته د تګ پر مهال د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ بازار کې حمله شوې، چې یو کس شهید او بل ټپي شوی دی . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۸:۴۲

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ډاډګیرنې پیغام

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې وړمه شپه د ۱۳۹۸/۸/۳ د هلمند د عسکري څارنوالۍ رئیس خدای بخښلی اسدالله باوري، د زابل په شاه جوی ولسوالۍ کې په یوه تروریستي حمله کې په شهادت رسېدلی دی . . .