څلور تنه د پيسو مینځلو په تور محاکمه شول

superadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۴/۲۰ - ۱۶:۵۱
18

دغه څلور تنه د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز لخوا د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر ۲۶ د پیسو مینځلو او ناقانونه عوایدو په تور په ښکاره ډول محاکمه شول.

په دغه قضایي ناسته کې، نورالله د رحمت ګل زوی، نورالله د محمد رحیم خان زوی، محمد علی او غلام جیلاني د پیسو د غیر قانوني لېږد په تور محاکمه شول.

د دغه قضایي ناستې پلاوي، د جزا کود د پنځمې او ۱۷ مادې او د جزایي اجرااتو قانون د پنځمې مادې او همداراز د اساسي قانون د ۲۵ مادې له مخې نوموړو کسانو ته چې په دغه قضیه کې یې جزایي مسؤولیت نه درلود برائت ورکړ.

د دغه محکمې د پرېکړې له مخې، د ۲۹۹ زره او ۹۵۰ ضبط شویو امریکایي ډالرو په اړه، د پیسو مینځلو او ناقانونه عوایدو، د پیسو د لېږد راپور ورکونې او د مقررې د احکامو د کنټرول، په سرحدي ګمرکونو کې د بې نومه اسنادو او اسعارو د مخنیوي په موخه د یاد شوي قانون د ۷ مادې له مخې اړونده څانګو ته هدایت ورکړل شو، چې په دغه برخه کې لازم اجراات وکړي.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS