په لویه څارنوالۍ کې د ټاکنیزو جرمونو روزنیز پروګرام جوړ شو

superadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۴/۱۹ - ۱۵:۵۱
17

دغه پروګرام د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت ریاست لخوا د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر نولسمه د یاد شوي ریاست په تالار کې جوړ شو.

په دغه پروګرام کې د مرکز او ولایتونو د استیناف څارنوالیو نږدې ۳۷ څارنوالانو ګډون کړی و.

د مسلکي زده کړو انستیتیوت رئیس او د لویې څارنوالۍ ویاند څارنیار جمشېد رسولي په دغه پروګرام کې وویل، چې یاد شوی ریاست د دغه پروګرام د جوړونې پوره چمتوالی لري. د نوموړي په خبره، یاد شوي پروګرامونه د ادارو د اړتیا له مخې جوړیږي. ښاغلي رسولي زیاته کړه، چې دغه پروګرامونه د مسلکي زده کړو انستیتیوت لخوا د هېواد په کچه د ترسره شوې سروې له مخې طرحه او پلان شوي او پلې کیږي. نوموړي د دغه پروګرامو د جوړونې موخه، د ټاکنیزو جرمونو څېړنه او یو شان اجراات وبلل. نوموړي زیاته کړه: «هغه قضیې چې څارنوالۍ ته استول کیږي، په دقت، بې پرې او خپلواکه توګه څېړل کیږي.»

ښاغلي رسولي څارنوالانو ته په اشارې سره وویل، چې د ټاکنیزو جرمونو اړوند قضیې په دقت، سرعت او همغږۍ سره وڅېړي چې قانون یو شان واکمن او عدالت تأمین شي.

دا په داسې حال کې ده چې د مسلکي زده کړو انستیتیوت، څه موده مخکې د ولایتونو د استیناف څارنوالیو رئیسانو ته هم د ټاکنیزو جرمونو روزنیز پروګرام جوړ کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS