دوه کسان د پېسو مینځلو په تور په علني ډول محاکمه شول

superadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۴/۲۴ - ۱۵:۵۱
33

 دوه کسان د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ابتدایه محکمې له خوا د پېسو مینځلو په تور د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر ۱۹ په علني ډول محاکمه شول.

 په دغې قضایي ناسته کې، عزت الله صراف او د هغه شاګرد نور حبیب محاکمه شول.

د دغې قضایي ناستې پلاوي، نوموړي کسان د ۷۵۰۰۰ سعودي ریال د ناقانونه واردې په تور، د جزا کود د ۵۰۵ مادې لومړۍ فقرې او د یاد شوي قانون د ۱۷ مادې لومړۍ فقرې او ۵۷ مادې په رعایتولو سره او همداراز د جزایي اجرااتو قانون د ۲۳۷ مادې لومړۍ فقرې له مخې هر یو په اووه- اووه میاشتو تنفیذي بند محکوم کړل. همدارنګه د یادې ناستې قضایي پلاوې د پرېکړې پر اساس، دغه پېسې له دوی څخه مصادره او د دولت خزانې ته واستول شوې.

 د یادې شوې قضايي ناستې رئیس وویل، چې دا پرېکړه پرېکنده نه ده، تورن کسان د نېوکې په لرلو سره د استیناف غوښتنې حق لري.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS