د استیناف څارنوالیو رئیسانو ته د ټاکنیزو جرمونو روزنیز پروګرام جوړ شو

superadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۴/۱۲ - ۷:۵۱
19

دغه روزنیز پروګرام د لویې څارنوالۍ د مسلکي زده کړو انستیتیوت ریاست له خوا، د استیناف څارنوالیو رئیسانو ته د ټاکنیزو جرمونو په اړه د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ پر دولسمه د یاد شوي ریاست په تالار کې جوړ شو.

د مسلکي زده کړو انستیتیوت رئیس او د لویې څارنوالۍ ویاند څارنیار جمشېد رسولي، د دغه پروګرام موخه د ټاکنو قانون تحلیل او د ټاکنیزو جرمونو او سرغړونو څېړنه وبلله. نوموړي زیاته کړه :«څوک چې د قانون خلاف کړنو سره د خلکو په برخلیک لوبې کوي، عدلي او قضایي بنسټونه به ورسره د یوه بنسټ په توګه قانوني چلند وکړي.» نوموړي ټینګار وکړ، چې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره لازمه همغږي د عدالت د لا ټینګښت سبب کېږي. ښاغلي رسولي د استیناف څارنوالیو رئیسانو ته په اشارې سره وویل، چې د ټاکنیزو جرمونو اړوند قضیې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې وڅېړي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروګرام به دوه ورځې دوام وکړي او په راتلونکې اوونۍ کې به د ولایتونو د استیناف څارنوالیو او مرکز ځينو څارنوالانو ته هم جوړ شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS