د لویې څارنوالۍ کارکوونکو څه باندې ۵۱ زره سي سي وینه اهدا کړه

superadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۶/۱۴ - ۱۶:۵۱
57

د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په ګډون د لویې څارنوالۍ مرستیالانو او کارکوونکو د وینې د اهدا په کمپاین کې د ۱۳۹۷ کال د وږي پر ۱۴ ګډون وکړ.

په دغه کمپاین کې د لويې څارنوالۍ ۱۱۴ کارکوونکو ګډون کړی و او څه باندې ۵۱ زره سي سي وینه يې اهدا کړه.

د افغانستان د وینې ملي بانک رئیس ډاکټر عنایت الله هاشمي د لویې څارنوالۍ له رهبرۍ مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې د دغې راټولې شوې وينې په مرسته به د ډېرو هېوادوالو ژوند وژغورل شي.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې د وینې ورکړه د انسان روغتیا ته تاوان نه رسوي او څېړنې ښيي، چې د وینې کليسټرول او د دوامدارې سردردۍ مخه هم نیسي.

د افغانستان د وینې ملي بانک له څو میاشتو راهیسې د کانګو ناروغانو ته د «د وینې په اهدا سره د یوه هېوادوال ژوند وژغورئ!» تر نامه لاندې د وینې د راټولونې کمپاین پیل کړی، چې په دې لړ کې دا ځل د لویې څارنوالۍ کارکوونکو هم په 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS