د لويې څارنوالۍ عالي شورا غونډه وشوه

superadmin
یکشنبه ۱۳۹۷/۶/۲۵ - ۴:۵۱
58

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۷ کال د وږي پر ۲۴ وشوه.

د غونډې په پیل کې د هېواد لوی څارنوال د یوه بې طرفه او د انساني حقونو د ملاتړ ادارې د مشر په توګه د وروستیو پېښو له قربانیانو سره غمشریکي وښووله او په جګړه کې يې له ښکېلو اړخونو وغوښتل، چې د ملکي وګړو انساني کرامت ته درناوی ولري.

د یادې شوې غونډې په بله برخه کې د لویې څارنوالۍ د کادري درجو د طرزالعمل په اړه چې د تقنین کمېټې له خوا عالي شورا ته وړاندې شوی و، بحث وشو.

د عالي شورا غړو دا طرزالعمل تصویب کړ او زیاته یې کړه، چې د کادري درجو د ارتقا لپاره د یوې څېړنيزې مقالې یا څېړنیز اثر شته لارښود دې یو ځل بیا وارزول شي او د څارنوالانو له خوا علمي اثر دې د همدغه لارښود له مخې ترتیب شي. د عالي شورا غړو همداراز وویل، چې اړوند کمېسیون دې د علمي اثارو د ارزونې په موخه هره میاشت ګډه ناسته وکړي.

د غونډې په بله برخه کې د کنټرول او مراقبت ریاست شکایتونو ته د رسیده ګۍ پر میکانیزم خبرې وشوې.

د عالي شورا غړو دغه میکانیزم له هراړخیز بحث او ارزونې وروسته تصویب کړ.

د عالي شورا د غونډې په بله برخه کې د احکامو د تنفیذ او د حبس د بدیل څارنوالۍ د استهدایې په اړه بحث وشو. دا استهداییه په قسطونو د یوه محکوم د اختلاس شویو پيسو د اداینې په اړه وه.

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا د غونډې ګډونوالو دا استهداییه تایید کړه او په اقساطو د اختلاس شویو پيسو اداینه يې وړ وګڼله.

د غونډې په بله برخه کې د لویې څارنوالۍ د درېیو جنرالانو هر یوه ډګر جنرال سید فضل کریم سادات، تورن جنرال عبدالطیف حمیدي او سیدعلم اسحاقزي د کادري درجې د ارتقا په اړه خبرې وشوې.

د عالي شورا غړیو د نوموړو جنرالانو کادري درجې ارتقا منظوره کړه او د تحریراتو او دارالانشا ریاست ته یې سپارښتنه وکړه، چې په اړه يې د جمهوري ریاست عالي مقام ته د دغې موضوع وړاندیز وکړي.

د عالي شورا په غونډه کې د احکامو د تنفیذ او د حبس د بدیل څارنوالۍ پر استهدايې هم بحث وشو. دا استهداییه د عثمان د عبیدالله زوی د حبس د تخفیف په اړه وه، چې نوموړی د یوه ایراني تبعه پر برمته کولو تورن دی. د یاد شوي کس په اړه د جزایی اجرااتو قانون د لومړي ضمیمې پر اساس چې د کورني او بهرني امنیتي او تروریستي جرمونو مجرمین د جمهور رئيس د بخښنې او تخفیف په فرمانونو کې نه شاملېږي، خبرې وشوې.

د عالي شورا غړو وویل، چې د دې موضوع په اړه دې د عدليې وزارت د نظر په رڼا کې د عثمان نومي کس د بند د مودې د تخفیف په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د فرامینو په هکله وضاحت وغوښتل شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د استهدااتو کمېټې د استهدایو په اړه بحث وشو، چې لوی څارنوال د یادو شویو موضوعاتو په اړه د غونډې ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS