د تزویري پېژندپاڼو د ارزونې پلاوي د همدې پېژندپاڼو په اړه اسناد وغوښتل

superadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۶/۲۸ - ۱۶:۵۱
61

د تزویري پېژندپاڼو د ارزونې پلاوي د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې له سیاسي ګوندونو او ملي شورا يې د تزويري پېژندپاڼو په اړه د اسنادو غوښتنه کړې ده. دغه پلاوي دا خبره د ۱۳۹۷ کال د وږي پر ۲۸ رسنیو ته وکړه.

د لویې څارنوالۍ د اداري فساد د جرمونو د ارزونې او څارنې او د دغه پلاوي رئیس نور هادي هادي وویل، چې تر دې دمه دغه پلاوي ته هېڅ یوه سیاسي ګوند او بهیر چې د تزویري پېژندپاڼو وېش ادعا يې کړې، اسناد نه دي سپارلي؛ خو د ولسي جرګې یوه غړي په دې تړاو یوازې څلور مخیز راپور ورسپارلی دی.

په ورته مهال کې نوموړي زیاته کړه، چې د ملي شورا له یوه لوړپوړي غړي سره په لیدنې کې هوکړې ته رسېدلی، چې په نژدې راتلونکي کې به د دغه پلاوي غړو ته د تزویري پېژندپاڼو ځینې نمونې وړاندې کړي.

دغه پلاوي ډاډ څرګند کړ، چې دا مسأله به په بې پرې توګه وڅېړي. یاد شوی پلاوی د اساسي قانون د ۱۳۵ مادې، د نفوسو د احوال ثبتونې قانون د ۳۴ مادې او د جزایي اجرااتو د ۵۶، ۵۷ او ۵۸ مادو پر بنسټ فعالیت کوي.

د تزویري پېژندپاڼو د ارزونې پلاوی د جمهور رئیس د ۱۳۹۷ کال د وږي میاشت د ۱۱۰۰ ګڼې فرمان پر اساس تشکیل شوی، چې د لويې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت،  د ملي امنیت ریاست، د معلوماتو او احصايې ملي ادارې، د نفوسو د احوال ثبتونې ادارې او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون استازي د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ کلونو د تزویري پېژندپاڼو په اړه اسناد څېړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS