د جلال اباد پر سیکانو او هندوانو د حملې په اړه څېړنه پیل شوه

superadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۶/۲۶ - ۱۵:۵۱
26

یوه پلاوي د جمهوري ریاست د ۹۷۷ ګڼې فرمان له مخې، چې د ۱۳۹۷ کال د زمري پر ۲۵ صادر شوی و، پر سیکانو او هندوانو د یادې شوې پېښې د پېښېدو او د عواملو د څرنګوالي د څېړلو په موخه ټاکل شوی دی. یاد شوي پلاوي، له نړیوالو جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ رئیس او د لوی څارنوالۍ د با صلاحیته استازي داوود افضلي په مشرۍ خپله څېړنه د وږي پر ۱۳ پیل کړه.

د مخکینیو امنیتي تدابیرو د نیولو، د بېلابېلو څانګو د مسؤولینو د وظیفوي غفلت د احتمالي مواردو د پېژندنې، د اصنافو د امنیت د خودیتوب او د اجرااتو څېړنه د دغه پلاوي دندې او مسؤولیتونه دي.

د جمهوري ریاست د حکم له مخې، د ملي امنیت د عمومي ریاست او د سیمه ییزو بنسټونو د خپلواکې ادارې باصلاحیته استازي هم په دغه پلاوي کې ګډون لري. د یاد شوي حکم له مخې، ټاکل شوی پلاوی باید د خپلو لاسته راوړنو راپور، په یوه میاشت کې د ځانګړو وړاندیزونو د طرحې په توګه په پرلپسې ډول جمهوري ریاست ته وړاندې کړي. همداراز لېږل شوي پلاوي د ننګرهار ولایت له مسؤولینو وغوښتل، چې په یاد شوي ولایت کې د سیکانو او هندوانو ملاتړ وکړي.

د یاد شوي کاري سفر په دوو وروستیو ورځو کې د پلاوي رئیس او دوه څارنوالانو خپلې لاسته راوړنې د ننګرهار ولایت له مقام سره شریکې کړې، چې د دوی لاسته راوړنې  د دغه ولایت د مسؤولینو لخوا تائید شوې.

دغه پلاوی به د یادې شوې پېښې د هراړخیزې څېړنې او د کشفي، امنیتي او بشري حقونو له مسؤولینو او همداراز د ولایتي شورا له ځينو غړو او د یاد شوي ولایت له اوسېدونکو سره تر خبرو اترو وروسته خپلې لاسته راوړنې جمهور رئیس ته وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

لویه څارنوالي کې د جمهوري ریاست عالي مقام د احکامو او هدایاتو د تعقیب غونډه وشوه

دا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې ادارې د مرستیالانو او ځینو رئيسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸ وشوه . .. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لویې څارنوالۍ د عالي شورا فوق العاده غونډه وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا غونډه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم په مشرۍ او د دغې غونډې د ګډونوالو په حضور نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معیاري ودانۍ جوړېږي

دا ودانۍ په ۷۰ جریبه ځمکه کې په پخه او اساسي توګه د کابل پنځلسمې ناحیې په قصبه سیمه کې رغېږي، چې په دغه ځمکه کې د مرکز اصلي ودانۍ، زرغونه سیمه او نور اړینې اړتیاوې پکې راځي . . .

BACK TO NEWS