په لویه څارنوالۍ کې نوې ګمارنې

Ago
دوشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۰ - ۲۰:۳۶
ago

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عالي مقام ریاست د (۲۷۸۷) او (۲۷۸۸)  ګڼو احکامو له مخې، چې په ۱۳۹۷/۱۲/۸ منظور شوي، په لویه څارنوالۍ کې لاندې ګمارنې تر سره شوې دي.

۱ . د حقوقو ماسټر ښاغلی مختار احمد مستمندی د آقا میر زوی د برید جنرالۍ بست کې د لویې څارنوالۍ د نظامي برخې د مشاور په توګه.

۲ . د حقوقو لیسانس ښاغلی شیر علي د عبدالظاهر زوی د تورن جنرالۍ بست کې د عسکري برخې پر توقیف خونو او بند خونو د نظارت څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۳ . د حقوقو لیسانس ښاغلی حامد چرخي د غلام اقبال زوی د تورن جنرالۍ بست کې د کورني او بهرني امنیت پر ضد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ د عمومي ریاست، د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۴ . د حقوقو لیسانس ښاغلی عبدالله حازمي د محمد یونس زوی د برید جنرالۍ بست کې د بشري سرچینو د پراختیا د عمومي ریاست، د نظامي کادر پرسونل د رئیس په توګه.

۵ . د پولیسو د اکاډمۍ لیسانس ښاغلی عبدالمبین رحیمي د عبدالنبي زوی د برید جنرالۍ بست کې د عسکري چارو پر څېړنو د نظارت د رئیس په توګه.

۶ . د حقوقو لیسانس ښاغلی احمد فواد د محمد انور زوی د تورن جنرالۍ بست کې د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې، د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۷ . د حقوقو لیسانس ښاغلی حسیب الله د سید نعیم زوی د برید جنرالۍ بست کې د هرات ولایت د عسکري استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۸ . د پولیسو د اکاډمۍ لیسانس ښاغلی محمد نذیر د محمد غیاث زوی د برید جنرالۍ بست کې د هرات زون د عسکري استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۹ . د شرعیاتو لیسانس ښاغلی اختر جان پکتین د ګل مرجان زوی د تورن جنرالۍ بست کې د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د عمومي ریاست، د ابتدائیه رئیس په توګه.

۱۰ . د پولیسو د اکاډمۍ لیسانس ښاغلی مبارک شاه د عبدالظاهر زوی د تورن جنرالۍ بست کې د عسکري جرمونو د څېړنې د رئیس په توګه.

۱۱ . د حقوقو ماسټر ښاغلی عبدالرحمن د عبدالباقي زوی د برید جنرالۍ بست کې د ننګرهار ولایت د عسکري ابتدائیه څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۱۲ . د پولسو د اکاډمۍ لیسانس ښاغلی محمد انور نوبهاري د محمد سرور زوی د برید جنرالۍ بست کې د ننګرهار زون د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۱۳ . د شرعیاتو لیسانس ښاغلی ذاکرالله د غوث الدین زوی د برید جنرالۍ بست کې د ننګرهار ولایت د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۱۴ . د حقوقو ماسټر ښاغلی محمد مهدي د غلام علي زوی د تورن جنرالۍ بست کې د عسکري جرمونو د تدقیق، پلان او احصایي د رئیس په توګه.

۱۵ . د حقوقو ماسټر ښاغلی میرزا محمد د ګل محمد زوی د برید جنرالۍ بست کې د پکتیا ولایت د عسکري ابتدائیه څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۱۶ . د پولیسو د اکاډمۍ لیسانس ښاغلی جانداد د دوست محمد زوی د برید جنرالۍ بست کې د پکتیا زون د عسکري استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۱۷ . د پولیسو د اکاډمۍ لیسانس ښاغلی محمد افضل د شاولي زوی د برید جنرالۍ بست کې د پکتیا ولایت د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې، د ابتدائیه څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۱۸ . د حقوقو لیسانس ښاغلی ویس د سید عمر زوی د تورن جنرالۍ بست کې د سترې محکمې د نظامي اداري فساد د جرمونو د رئیس په توګه.

۱۹ . د شرعیاتو لیسانس ښاغلی عبدالولي مزاروال د محمد نادر زوی د برید جنرالۍ بست کې د کندهار ولایت د عسکري ابتدائیه څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۲۰ . د پولیسو د اکاډمۍ لیسانس ښاغلی احمد شاه پوپل د فضل احمد زوی د برید جنرالۍ بست کې د کندهار زون د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۲۱ . د پولیسو د اکاډمۍ لیسانس ښاغلی محمد خان بلوڅ د مراد خان زوی د برید جنرالۍ بست کې د کندهار ولایت د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۲۲ . د پولیسو د اکاډمۍ لیسانس ښاغلی توریالی اسحاق د عبدالحکیم زوی د برید جنرالۍ بست کې د کندز ولایت د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۲۳ . د پولیسو د اکاډمۍ لیسانس ښاغلی محمد نذیر حکیمي د عجب ګل زوی د برید جنرالۍ بست کې د کابل ولایت د عسکري ابتدائیه څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۲۴ . د پولیسو د اکاډمۍ لیسانس ښاغلی توریالی نیکمل د عبدالسلام زوی د برید جنرالۍ بست کې د کورني او بهرني امنیت پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د عمومي ریاست، د جرمونو د څېړنې څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۲۵ . د حقوقو ماسټر ښاغلی عبدالصمد بارکزی د محمد زوی د برید جنرالۍ بست کې د بلخ زون د عسکري استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۲۶ . د حقوقو ماسټر نظر محمد جاوید د پاینده محمد زوی په دویم بست کې د مشاورینو د بورډ ریاست د رئیس په توګه.

۲۷ . د حقوقو لیسانس ښاغلی عبدالصمد ناصري د عبدالحی زوی په فوق رتبه بست کې د هرات ولایت د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۲۸ . د شرعیاتو لیسانس ښاغلی محمد الف عرفاني د امیر محمد زوی په فوق رتبه بست کې د نشه یي توکو او قاچاق پر ضد د مبارزې څارنوالۍ د عموي رئیس په توګه.

۲۹ . د حقوقو لیسانسه آغلې سهیلا د غلام رباني لور د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د څېړنې څارنوالۍ د رئیسې په توګه.

۳۰ . د حقوقو لیسانس ښاغلی محمد نواب احمدزی د آدم خان زوی په فوق رتبه بست کې د کنترول او مراقبت څارنوالۍ د عمومي رئیس په توګه.

۳۱ . د حقوقو لیسانس ښاغلی حسیب الله د نور علم زوی په دویم بست کې د مرکزي کنترول او مراقبت څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۳۲ . د حقوقو لیسانسه آغلې ناجیه د عبدالحکیم لور په دویم بست کې پر ښځینه توقیف خونو او بند خونو د نظارت د رئیسې په توګه.

۳۳ . ښاغلی عبدالغفور د عبدالرب زوی په لومړي بست کې د فراه ولایت د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۳۴ . د حقوقو ماسټر ښاغلی محمد عارف نوري د محمد معروف زوی د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د اداري فساد پر ضد د مبارزې، د استیناف څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۳۵ . د حقوقو لیسانس ښاغلی محمد داوود د امیر محمد زوی په لومړي بست کې د عفوې او بند مودې کمونې د فرمانونو د تطبیق د رئیس په توګه.

۳۶ . د حقوقو د لیسانس په کچه فارغ التحصیل ښاغلی زلمی د محمد قاسم زوی په دویم بست کې د ماشومانو د سرغړونو د تمیز څارنوالۍ د رئیس په توګه.

۳۷ . د ادارې او مدیریت ماسټر ښاغلی عبدالله ابراهیم خیل د محمد ظاهر زوی په دویم بست کې د لویې څارنوالۍ د دفتر مقام ریاست د اسنادو د برسۍ د کارشناس په توګه په دندو ګمارل شوي دي.

د لویې څارنوالۍ اداره نوموړو رئیسانو ته په اړوند چارو کې د بریالیتوب هیله لري.     

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د ښځینه فوټبال لوبغاړو دوسیه محکمې ته وسپارل شوه

د هېواد د ښځینه فوټبال لوبغاړو د جنسي ځورونې دوسیه څه موده وړاندې د یوې نړیوالې ورځپانې له خوا نشر شوې وه. دا دوسیه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۲۰ له ښځو سره د تاوتریخوالي پر ضد د مبارزې. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۹:۱۸
Background image

د کابل استیناف محکمې د مهسا وژونکي په ۳۰ -۳۰ کاله بند محکوم کړل

د مهسا وژونکي؛ هر یو سجاد آغا د سید آقا زوی او روح الله د نور آقا زوی، د کابل استیناف محکمې له خوا، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۳۰مه، محاکمه کړل . . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۲۲:۷
Background image

د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته وشوه

د لویې څارنوالۍ عالي شورا ناسته، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي په مشرۍ د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ پر ۳۰ وشوه . . .

BACK TO NEWS