لویې څارنوالۍ د ځینو وزارتونو او خپلواکو دولتي ادارو د جنډر له مسؤولانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

Yama
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۶ - ۱۶:۱
gender

په دغه ناسته کې د لویې څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړنو د مخنیوي مرستیالۍ مشاور عبدالحمید صمدي، د یادې مرستیالۍ ځینو کارکوونکو، د اطلاعاتو او فرهنګ، معدنونو او پطرولیم وزارتونو، د سترې محکمې، د امنیت شورا دفتر، هوانوردۍ، کابل شاروالۍ، ولسي جرګې او مشرانو جرکې د جنډر مسؤولانو ګډون کړی و.

یاده ناسته د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۶ د حقونو د پراختیا نړیوال سازمانIDLO)) په همکارۍ، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي مرستیالۍ د ناستو په تالار کې وشوه.

په لویه څارنوالۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د ماشومانو د سرغړونو د مخنیوي مرستیالۍ مشاور عبدالحمید صمدي، له لویې څارنوالۍ سره د یادو ادارو د جندر څانګو همغږي کول او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قانون، د ښځو د ځورونې د مخینوي قانون او همداراز په جزا کود کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون اړوند د ځينو مادو په اړه پوهاوی د یادې ناستې موخه وبلله.

د ښاغلي صمدي په خبره، تمه ده چې لویه څارنوالي به په نږدې راتلونکو کې په وزارتونو او بېلابېلو ادارو کې ورته پروګرامونه جوړ کړي.

له بلې خوا د معدنونو او پطرولیم وزارت د جنډر امرې خدیجې کاظمي وویل، چې ورته پرګرامونه په ادارو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچې کمولو لپاره ښه لارښوونه کولای شي. همداراز د سترې محکمې د جنډر مسؤولې شهلا احمدي دا ناسته ګټوره وبلله او زیاته یې کړه، چې ورته ناستې په ادارو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې اغیزناک رول لوبولای شی. 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲ - ۱۳:۱۵
Background image

لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۴۱۶۵۸ قضیې څېړلې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۷ کال خپل د اجرااتو راپور د ۱۳۹۸ کال د غویي پر دویمه (ملت ته د حکومت د ځواب وېینې) په کنفرانس کې وړاندې کړ . . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۸ - ۱۰:۱۴
Background image

د وردګ ولایت د استیناف څارنوالۍ د بېلابېلو برخو کړنې وستایل شوې

د لویې څارنوالۍ د ولایتي کنترول او مراقبت رئیس ښاغلي عبدالفتاح شفیق په مشرۍ یو پلاوي د وردګ ولایت ته د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۲۵ سفر وکړ. د یاد شوی سفر موخه د وردګ ولایت د استیناف څارنوالۍ د. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱/۲۷ - ۱۵:۱۵
Background image

د کابل نیوز د خبریال عبدالمنان ارغند قاتلین په اعدام محکوم شول

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د کابل نیوز د خبریال د وژنې قضیه له بشپړې څېړنې وروسته محکمې ته واستوله او د یادې قضیې عاملین یې د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۷ د جزا کود د ۲۶۷. . .

BACK TO NEWS