مطبوعاتي خبرپاڼه

Ago

د ځانګړي امنیت چارو کې د ولسمشر  پخوانی سلاکار جنرال حبیب الله احمدزی، د ۱۳۹۸ کال دغبرګولي پر نهمه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ ته حاضر شو.

د قضیې موظف څارنوال، له نوموړي څخه د استعلام له لارې غوښتنه کړې، ترڅو د خپلې ادعا په اړه چې په دې وروستیو کې یې په رسنیو کې مطرح کړې، اسناد، مدارک او شواهد وړاندې کړي.

نوموړي تر اوسه څېړنیز پلاوي ته کوم اسناد، شواهد او مدارک نه دي وړاندې کړي او په شفاهي ډول یې څرګنده کړې، چې دغه استعلام ته به د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ تر یوولسمې ځواب کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي، د قانون تطبیق او اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسي ته ژمنه ده او په دې برخه کې به هر ډول پرمختګ او لاسته راوړنې له رسنیو او د افغانستان له خلکو سره شریک کړي.