د افغانستان د خلکو ازادي او خپلواکي غوښتنه، د خپلواکۍ او ازادۍ غوښتنې په موخه د ډېری هېوادونو د مبارزې پېلامه وه

Ago
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۱۴:۲۸
فرید حمیدی

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي، د « پېچلو قضیو د ارزونې) په روزنیز پروګرام کې وویل، چې د خلکو اتفاق، اتحاد او یووالی د یو خپلواک افغانستان د نېکمرغۍ او بریالیتوب لار ده. په دغه پروګرام کې، چې د ۱۳۹۸ کال د زمري پر ۱۵ د مسلکي زده کړو انستیتوت په تالار کې جوړ شوی و، د لوی څارنوال مرستیالانو، د مرکزي څارنوالیو او د ولایتي استیناف څارنوالیو رئیسانو ګډون کړی و.

ښاغلي حمیدي، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د سلمې کلیزې د مبارکۍ تر څنګ، دا خپلواکي او ازادي د افغانستان د غیرتي ولس د سرښندنو او قربانیو پایله وګڼله او د افغانستان د خلکو ازادي او خپلواکي غوښتنه یې، د خپلواکۍ او ازادۍ غوښتنې په موخه د ډېری هېوادونو د مبارزې پېلامه یاده کړه. نوموړي همداراز زیاته کړه: «موږ یو بې وسه ملت یو؛ خو ازادي غوښتونکي، غیرتمند او سرلوړي، چې د ازادۍ غوښتنې لپاره هر قیمت ته چمتو یو.»

د ښاغلي حمیدي په خبره، د افغانستان غیرتمند ولس ۱۰۰ کاله وړاندې په یو غږ د غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې وتوانېد، چې له انګریزانو خپله خپلواکي ترلاسه کړي.

نوموړي ټينګار وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې یوازې د خلکو یووالی کولای شي، یوه تلپاتې سوله رامنځته او هېواد له شته ناامنیو او دسیسو وژغوري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۲۳:۳۸
Background image

د کابل څرخي پله له زندانه ۱۸۸ بندیان ازاد شول

یاد شمېر زندانیان، چې ۶۱ یې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو اړوند و، د جمهوري ریاست د هغه فرمان له مخې چې د لوی اختر او د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستو د سلمې کلیزې په مناسبت صادر. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۲۰:۳۶
Background image

خلیل الله فېروزي په موقت او مشروط ډول کور ته استول شوی دی

خلیل الله فېروزې د لنډې مودې لپاره د دوو شرطونو پر بنسټ کور ته استول شوی، چې یو یې ناروغي او بل د کابل بانک د تصفیې له کمېسیون سره د کړیو ژمنو پوره کول دي . . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۱۱:۰
Background image

د خوست او لغمان د استیناف څارنوالیو ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

د لویې څارنوالي د مالي او اداري چارو مرستیالۍ د راپور پر بنسټ، د خوست او لغمان استیناف څارنوالیو د ودانۍ د جوړونې کارونه د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې سل سلنه بشپړ شوي دي. یاد راپور ښیي، چې د. . .

BACK TO NEWS