لویې څارنوالۍ په تلې میاشت کې د نشه یي توکو د قاچاق ۲۵۶ قضیې څېړلې دي

ago_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۸ - ۱۵:۵
ago

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ، انساني کرامت ته په درناوي او د هېواد د نافذه قوانینو او هېوادوالو د شرعي او بشري حقونو په رعایتونې سره د ۱۳۹۸ کال په تلې میاشت کې له نشه یي توکو سره د مبارزې ځانګړې څارنوالۍ ریاست له لارې، د نشه یي توکو د قاچاق ۲۵۶ قضیې په بې پرې او خپلواکه توګه ثبت کړې او څېړلې دي.

له یاد شمېر قضیو څخه، ۱۲۹ قضیې د اتهام نامو له ترتیب وروسته ابتدایي څارنوالۍ ته استول شوې او په اړه یې ۱۱۲ کسان تر توقیف لاندې دي. له دغو کسانو څخه ۱۱ کسان د عامه خدمتونو مؤظفین او یوه ښځه ده.

د نشه یي توکو د قاچاق له یاد شمېر قضیو څخه، ۱۰۰ قضیې په ابتدایي محکمه کې او پر ۴۶ په استیناف محکمه کې پرېکړه شوې چې د ۷۵ یې محاکماتي مرحلې بشپړې شوې دي. له دغو قضیو ۴۳ نورې قضیې د ابتدایه، استیناف او تحقیق څارنوالۍ تر کار لاندې دي.

د یادو جرمونو د ارتکاب له امله ۲۱ موټر، ۱۴ میله بېلابېل ډوله وسله او ۱۲۳ مبایلونه ضبط شوي او ۱۶۹ زره او ۳۱۰ افغانۍ په لاس راغلې، چې د دولت په پرېکنده حساب بانک ته سپارل شوې دي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۶:۲۱
Background image

د لويې څارنوالۍ د پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تطبیق د ارزونې غونډه وشوه

دا غونډه د پالیسۍ، پلان او نظارت د رئیس نقیب الله عبید او دغې ادارې د ځینو ریاستونو د استازو په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر دویمه د مسلکي زده کړو د انستیتیوت په تالار کې وشوه . .. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۵:۴۸
Background image

د لویې څارنوالۍ د مسلکي بستونو ازموینه واخیستل شوه

په دې ازموینه کې د لویې څارنوالۍ له مرکز او ولایتونو څخه د ښځو او نارینه وو په ګډون ۱۷۱ کارکوونکو اشتراک کړی و، چې له دې ډلې ۹۰ کسان به د څارنوال په توګه وګومارل شي . . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۸:۰
Background image

په لویه څارنوالۍ کې نوې ګومارنې

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د وړتیا، عدالت تحکیم، اهل کار ته د کار سپارلو او د اصلاحاتو اصولو ته په کتو، په مرکز او استیناف څارنوالیو کې ۴۳ وړ، مسلکي او ژمن رئيسان. . .

BACK TO NEWS