دوه کسان د ۴۱.۳۷۵ کیلو ګرام سرو زرو له قاچاق څخه د یو میلیون او ۶۰۰ زره ډالرو د لاسته راوړلو او مینځلو په تور محاکمه شول

ago_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۳۰ - ۱۷:۲۲
عدلی

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز کې دوه افغاني الاصله برتانویان، هر یو بشیر احمد د نصیر احمد زوی او محمد رفیع د غلام بهاالدین زوی، چې د کابل هوایي میدان په نظامي ساحه کې هټیوال و، د ۱۳۹۸ کال د تلې پر۳۰، د ۴۱.۳۷۵ کیلو ګرام سرو زرو په ارزښت د یو میلیون او ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو د مینځلو په تور محاکمه شول.

د مؤظف څارنوال د اتهام نامې پر بنسټ، بشیر احمد متحده عربي اماراتو(دوبۍ) ته د سرو زرو د نهو خښتو د انتقال پر مهال په بګرام هوايي میدان کې د امریکا متحده ایالاتو د لوړپوړو نظامي چارواکو له خوا، د ۱۳۹۶ کال د زمري پر ۱۳ ونیول شو او یاده کچه سره زر ترې ضبط او د مالیې او کورنیو چارو د وزارتونو، لویې څارنوالۍ او د افغانستان بانک د پلاوي او د سیګار ادارې د استازو په حضور د افغانستان بانک خزانه دار ته تسلیم شول او د یادې موضوع په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته هم خبر ورکړل شو. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رئیس، د یادې قضیې د هر اړخیزې څېړنې او د مظنونو کسانو د عدلي تعقیب په اړه هدایت ورکړی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوی څارنوال د هدایت پر بنسټ، د یادې موضوع د څېړنې لپاره د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز او د ناقانونه شتمنیو د بېرته اخېستلو څارنوالۍ څخه یو ګډ پلاوی وټاکل شو او د موضوع اړوند یې هر اړخیزه څېړنه وکړه.

د قضیې مؤظف څارنوال، د هر اړخیزو څېړنو، د صورت دعوې له ترتیب او د ۴۱.۳۷۵ کیلو ګرام سرو زرو د قاچاق څخه په لاس راغلو پیسو د مینځلو د تور د سپیناوي لپاره د اسنادو او شواهدو تر راوړنې وروسته، د قضایي ناستې له پلاوي غوښتي، چې بشير احمد صدیقي او محمد رفیع بها ته د جزا کود د ۵۸، ۷۵ او ۴۹۹ مادې پنځمې فقرې له مخې جزا  ورکړي.

د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې قضایي پلاوي، بشیر احمد او محمد رفیع د ۴۱.۳۷۵ کیلو ګرام سرو زرو د قاچاق څخه په لاس راغلو پیسو د مینځلو په تور، د جزا  کود د ۱۷ مادې په رعایتونې او د پیسو مینځلو او له جرمونو څخه د عوایدو لاسته راوړنې د مخینوي قانون د ۵۲ مادې په صراحت سره د جزایي اجرااتو قانون د ۲۱۲ مادې شپږمې فقرې له مخې، هر یو پر څلورو کالو تنفیذي بند او سل - سل زره افغانیو نغدي جزا محکوم او ترڅنګ یې د جزا کود د ۵۰۹ مادې پر بنسټ، د ۴۱،۳۷۵ کیلو ګرام سرو زرو د مصادرې په هکله هم حکم صادر کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۶:۲۱
Background image

د لويې څارنوالۍ د پنځه کلن ستراتيژيک پلان د تطبیق د ارزونې غونډه وشوه

دا غونډه د پالیسۍ، پلان او نظارت د رئیس نقیب الله عبید او دغې ادارې د ځینو ریاستونو د استازو په حضور د ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر دویمه د مسلکي زده کړو د انستیتیوت په تالار کې وشوه . .. . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۵:۴۸
Background image

د لویې څارنوالۍ د مسلکي بستونو ازموینه واخیستل شوه

په دې ازموینه کې د لویې څارنوالۍ له مرکز او ولایتونو څخه د ښځو او نارینه وو په ګډون ۱۷۱ کارکوونکو اشتراک کړی و، چې له دې ډلې ۹۰ کسان به د څارنوال په توګه وګومارل شي . . .

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۸:۰
Background image

په لویه څارنوالۍ کې نوې ګومارنې

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د وړتیا، عدالت تحکیم، اهل کار ته د کار سپارلو او د اصلاحاتو اصولو ته په کتو، په مرکز او استیناف څارنوالیو کې ۴۳ وړ، مسلکي او ژمن رئيسان. . .

BACK TO NEWS