لس ایراني بندیان خپل هېواد ته ولېږل شول

Hussain_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۰ - ۱۳:۲۱
AGO

دا بندیان د افغانستان او ایران ترمنځ د بندیانو د استرداد د هوکړې پر اساس، د ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ پر لسمه د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر له لارې خپل هېواد ایران ته استرداد شول.

دا بندیان د افغانستان د قوانینو پر اساس په مختلفو جرایمو په څرخي پله او بګرام زندانونو کې بندیان شوي وو، چې د لویې څارنوالۍ تر اجرااتو او د هېواد د عدليې وزارت تر موافقې وروسته په کابل کې د ایران اسلامي جمهوري دولت سفارت استازو ته تسلیم شول.

یاد شوي بندیان د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالۍ د رئیس محمد هاشم ستانکزي، د عدليې او بهرنیو چارو وزارتونو، د زندانونو د چارو تنظیم ادارې، ملي امنیت ریاست، د بګرام د پولیسو د نظامي فرقې، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندانۍ او په کابل کې د ایران اسلامي جمهوري دولت د سفارت د استازو په حضور ایران ته استرداد شول.

د احکامو پر تنفیذ د نظارت څارنوالۍ رئیس محمد هاشم ستانکزي وویل، دا بندیان د ایران او افغانستان ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې پر اساس خپل هېواد ته لېږل کېږي.

ښاغلي ستانکزي د هغو افغانانو په تړاو چې په ایران کې بندیان دي وویل، چې افغانستان ته د هغوی د انتقال پروسه هم باید د لاسلیک شوې هوکړې پر اساس چټکه شي.

په ورته وخت کې په کابل کې د ایران سفارت سرکونسل د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او اړوندو مراجعو چې د دغو بندیانو په استرداد کې يې هلې ځلې کړې، مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې د بندیانو د انتقال پروسې د چټکتیا په برخه کې به کوښښ وکړي.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې هم په ایران کې افغان بندیان تر قانوني طی مراحل وروسته افغانستان دولت ته تسلیم او هېواد ته انتقال شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۹:۴۲
Background image

(د سولې لار نقشه) په تړاو د پوهاوي پروګرام جوړ شو

دا پروګرام د لويې څارنوالۍ د قضايي تعقیب چارو مرستیال ډاکټر غلام حیدر علامه، ځینو رئیسانو او کارکوونکو په ګډون نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر لسمه د لویې څارنوالۍ د کنفرانسونو په تالار. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۲:۴۶
Background image

ننګرهار استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په دویمه ربع کې ۸۹۸ قضيې ثبت او رسېدنه ورته کړې

د ننګرهار استیناف څارنوالۍ ریاست ۸۹۸ قضیې د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ثبت او رسیدګي کړې دي.

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۸:۲۵
Background image

د افغانستان درې رنګه بیرغ؛ د افغانانو رښتینی سمبول دی

د لويې څارنوالۍ سرپرست محترم ذبیح الله کلیم د زمري د اوومې، د افغانستان د ملي بیرغ ورځ، د نمانځنې په غونډه کې وویل، چې د افغانستان درې رنګه بیرغ د افغانانو هویت دی او بیرغ د هېوادونو د. . .

BACK TO NEWS