دوه کسه د پیسو د ناقانونه لېږد په تور په پنځو میاشتو حبس او د یو میلیون او ۴۰۰ زره ډالرو په سپارلو محکوم شول

Hussain_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۹:۲۶
ago

یکشبنه (۱۴۰۰، چنګاښ ۲۰)، اسدالله د بابه قل او مول الدین د نورالدین زامن له هېواده بهر ته د یو میلیون او ۴۰۰ ډالرو ناقانونه لېږد په تور د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز استیناف محکمې له خوا محاکمه شول.

دا کسان د روان کال د وري پر ۱۵ اوزبیکستان ته د حیرتانو د بندر له لارې د یادو شویو پيسو د لېږد پر مهال کشفي ارګانونو نیولي وو او دوسیه یې د تحقیق لپاره د اداري فساد د لویو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته لېږلې وه.

دغه مرکز د څارنوال د مطالبې پر اساس، تورن د جزا کوډ د ۵۰۵ مادې له مخې په پنځو میاشتو تنفیذي حبس محکوم کړل او همداراز د یو میلیون او ۴۰۰ ډالرو او دوو کرولا موټرو د مصادرې حکم یې هم صادر کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې لومړنۍ محکمې هم یاد تورن په ورته سزا محکوم کړي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۸:۶
Background image

د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د ۱۴۶۴ قضیو بررسي

لویې څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال له پيل څخه د ۱۴۰۰ لمریز کال تر غويي میاشتې پورې ۱۴۶۴ قضيې چې له مخې يې ۱۶۲۶ کسان تورن دي، بررسي کړې دي.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۵:۳۴
Background image

له اداري فساد د مبارزې برخې یو څارنوال د رشوت اخیستلو په تور ونیول شو

د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د اداري فساد له جرمونو سره د مبارزې څارنوالۍ ریاست د تحقیق څارنوال د ۳۰۰ امریکايي ډالرو د رشوت اخیستلو په تور د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر څلورمه ونیوه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۴:۴۹
Background image

د جمهوري ریاست د دویمې مرستیالۍ د احکامو د تزویر په تور درې کسان ونیول شول

دا درې کسان د ۱۴۰۰ د لمریز کال د زمري پر پنځمه د لویې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست له خوا نیول شوي دي. دغو تورنو څلور تزویري مکتوبونه د جمهوري ریاست د لومړۍ مرستیالۍ. . .

BACK TO NEWS