مطبوعاتي اعلامیې

پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۰:۱۰

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشأ پخوانی رئیس او پنځه کارکوونکي ممنوع الخروج شول

دغه کسان د کشفي ادارو له خوا د ټاکنو او د ټاکنیزو  شکایتونو د خپلواک کمېسیون د پخوانیو غړو او رئیسانو په ګډون له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې قضیه کې د لاس لرلو په تور، چې دغې ادارې ته رسېدلې وه او د ټاکل شوي پلاوي له خوا تر کار لاندې ده، ممنوع الخروج شوي دي . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۹:۵۹

لویې څارنوالۍ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۰ قضیې څېړلې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالي، ځان د هېوادوالو د حقونو او ازادیو ملاتړه او مدافع بولي او د دغه مسؤولیت په درک کولو سره یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې، چې په هېواد کې د رسنیو او د بیان ازادۍ پر وړاندې یوه ننګونه بلل کیږي، څېړلې دي . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۹:۴۸

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي ونيول شو

د مالیې وزارت پخوانی مرستیال عبدالرزاق وحیدي، چې د ۱۳۹۷ کال د سلواغې پر دویمه د اداري فساد له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ابتدایي محکمې له خوا له واک څخه د ناوړه ګټې اخېستنې په تور په غیابي توګه په درې کاله تنفیذي بند محکوم شوی و؛ د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۹ ونېول شو او بندخونې ته واستول شو . . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۹:۴۲

د کابل نیوز د خبریال عبدالمنان ارغند قاتلین په اعدام محکوم شول

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د کابل نیوز د خبریال د وژنې قضیه له بشپړې څېړنې وروسته محکمې ته واستوله او د یادې قضیې عاملین یې د ۱۳۹۸ کال د وري پر ۱۷ د جزا کود د ۲۶۷ مادې له مخې په اعدام محکوم کړل . . .