لویه څارنوالي 

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویه څارنوالۍ، د هېواد د اساسي قانون د ۱۳۴مه مادې له مخې، د اجرائیه ځواک برخه ده او په خپلو کړنو کې خپلواکه او د قانون د احکامو تابع ده. د جرمونو څېړنه او په محکمه کې د تورن په وړاندې د دعوې اقامه، د دغې ادارې بنسټیزې دندې جوړوي. د افغانستان د ا سلامي جمهوري دولت د دلویې څارنوالۍ رهبري، ډاډ درکوي چې د هېواد د نافذه قوانینو په رعایت سره به د افغانستان د وګړو له حقونو او ازادیو څخه دفاع وکړي، چې له اسلامي ارزښتونو، حقونو او ازادیو، انساني کرامت او د وګړو بشري حقونو ته درناوی او ترې دفاع، د لویې څارنوالۍ یو له کاري لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي. دا اداره د افغانستان د وګړو له حقونو څخه د دفاع په خاطر، ټولې قضایاوې په قاطعیت، استقلالیت او بشپړې بې پلوې او د عدالت او انصاف په رعایت سره څېړي او د اسنادو، شواهدو او مدارکو له مخې تصمیم نیسي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال پیغام

4 ورځې 10 ساعتونه مخکې

ډیر ژر ...

ذبیح‌الله کلیم
ذبیح‌الله کلیم

تازه خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۵:۲۲
Background image

ذبیح الله کلیم د لویې څارنوالۍ د سرپرست او نوماند په توګه معرفي شو

د نوموړي د معرفۍ غونډه د جمهور رئيس دویم مرستیال قانونپوه استاد سرور دانش، د لویې څارنوالۍ مرستیالانو او رئیسانو، د شهدا او معلولینو وزارت سرپرست، د جمهوري ریاست د چارو ادارې مرستیال، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۵ - ۱۱:۳۶
Background image

۶۴ زده کړندویان په لویه څارنوالي کې جذبېږي

په همدې موخه یوه ازموینه د ۵۰۹ کسانو په ګډون د ۱۴۰۰ لمریز کال د وري پر اتمه د لويې څارنوالۍ د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه. په دې ازموینه کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۸۸۶ کسان چې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۳:۳۹
Background image

یو کس د دوکې، د القابو د انتحال او کمېشنکارۍ په تور ونیول شو

د لويې څارنوالۍ د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست یو کس د فریبکارۍ، د القابو د انتحال او کمېشنکارۍ په تور ونیوه. دا کس د لویې څارنوالۍ د شکایتونو او اطلاعاتو ځانګړې ۱۸۰ شمېرې سره. . .

ولایتي خبرونهنور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۷ - ۱۶:۲۸

د پکتیا ښاروالۍ ساختماني آمر د رشوت اخیستو په تور و نیول شو

د لویې څارنوالۍ د کنترول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست د پکتیا ښاروالۍ ساختماني آمر د ۱۵۰۰۰ امریکايي ډالرو بډو اخیستو په تور ونیوه . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۶ - ۱۱:۲۷

جوزجان استیناف څارنوالۍ د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۸۷ قضيې څېړلې دي

په دغو قضیو کې شپږ قضيې د قتل، ۱۱ د غلا، یوه د اخلاقي جرمونو، پنځه د نشه يي توکو، څلور د ترافیکي جرمونو، اته د اداري فساد، ۱۵ له ښځو سره د تاوتریخوالي او ۲۷ د نورو بېلابېلو جرمونو په. . .

شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۳:۵۱

د فراه استیناف څارنوالۍ له خوا د ۳۷۳ قضیو ثبت او رسیدګي

د فراه اسیتناف څارنوالۍ ریاست د ۱۴۰۰ مالي کال په لومړۍ ربع کې ۳۸۳ قضيې ثبت او د قانون په رڼا کې ورته رسیدګي کړې ده. دا قضيې د تحقیق له بشپړولو، د اتهامنامو او صورت دعوا تر ترتیبولو. . .

راپورونهنور دلته

چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۵ - ۹:۵۸
Background image

لویې څارنوالۍ په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۴۱۶۵۸ قضیې څېړلې دي

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت لویې څارنوالۍ د ۱۳۹۷ کال خپل د اجرااتو راپور د ۱۳۹۸ کال د غویي پر دویمه (ملت ته د حکومت د ځواب وېینې) په کنفرانس کې وړاندې کړ . . .

عکسونه او ویډیوګانېنور دلته

د ښځو پر وړاندې د زورزیاتي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین په تړاو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال محمد فرید حمیدي پیغام

د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخېستلو د سلمې کلیزې په ویاړ د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوی څارنوال څارنپوه محمد فرید حمیدي پیغام

د لویې څارنوالۍ فعالیتونه د انځورونو له مخې

د اداري فساد پر ضد د لوی څارنوال پیغام

لوی څارنوال د عدالت، ښې حکومتولۍ او تلپاتې پرمختګ په کنفرانس کې